PastShow all

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۹:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د الکترونیکي مدیریت(HEMIS) سیستم د ستونزو حل په موخه د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د مقام دفتر ریاست ترمنځ ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس احمد ضیا جبارخېل د لوړو زده کړو د الکترونیکي مدیریت سیستم د ګټو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۵:۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شمال ختیځ زون ته د خپل کاري سفر پر دوام د کندوز پوهنتون محصلینو سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي  نداء محمد  ندیم صاحب په داسې حال کې، چې د دې وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل کاري سفر په دوام کې د هېواد شمال شرق تحصیلي بنسټونو له استادانو سره په کندوز پوهنتون کې ناسته وکړه. 

 

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم د پرمختګ لپاره کار کول د هېواد او ولس اړتیا وبلله او ویې ویل ؛دا هغه څه دي چې زموږ هېواد د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي زون دولتي پوهنتونونو د ملا امامانو او مؤذنانو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج حافظ محمد حامد حسیب د یادې ازموینې د شفافیت په اړه وویل:« په دې بستونو به علماء مقرریږي او هغو علماؤ ته به ترجیح ورکول کېږي، چې تر لویې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم او ورسره مل پلاوي د کابل پوهنتون د ازموینو بهیر له نېږدې وڅاره.

د دې لېدنې پرمهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین د یادو زده کړیالانو لپاره د ټاکل شوي نصاب تکمېلیدو او د محصلینوغیر حاضرۍ اړوند معلومات ترلاسه کړل او د محصلینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۶:۵۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب شمال زون ته د کاري سفر په بهیر کې د بغلان پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو او د بغلان والي هم حضور درلود، د بغلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل کاري سفر په دوام کې د سمنګانو د والي، مرستیال والي او استخباراتو رئیس په ملتیا د دغه ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادې لیدنې پر مهال، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د مرکزي ادارو یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل رسمي سفر په دوام کې د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادې لیدنې پر مهال، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د وزارت مرکزي ادارو یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۴:۳۱
Background image

د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست او د عبدالله بن مسعود جامعې کارمندانو ته د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لورې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ په بریالي ډول ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې د یادو ریاستونو 53 کارمندانو ګډون کړی و، چې د پلان جوړونې اهمیت، په اداري چارو کې د پلان رول، د پلان چمتو کولو څرنګوالی او د پلان جوړونې اړوند نور موضوعات زده کړل.
همدا. . .

Pagination

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements