د وزارت تاریخي مخینه

په هېواد کې د لوړو زده کړو بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۱۳۱۱ ل ل کال د لړم میاشتې په لومړۍ نیټه کابل ښار کې د طب پوهنځي په رامنځته کولو سره کیښودل شو.

په ۱۳۲۵ کال کابل پوهنتون تأسیس شو.

په ۱۳۴۳ کال ننګرهار پوهنتون او په ۱۳۴۸ کال د کابل پولي تخنیک پوهنتون رامنځته شول.

په ۱۳۵۶ کال د هیواد د لوړو زده کړو مؤسسو د انسجام او د تحصیلي بنسټونو د پراختیا په موخه، لوړو زده کړو وزارت د یو لوی علمي ارګان په توګه تأسیس شو.

په ۱۳۷۳ کال د حکومت د هدایت پر بنسټ تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې او په پایله کې ۴۲ تخنیکي، مسلکي او حرفوي مؤسسې له ټولو جوړښتونو (تشکیلاتو) او بودجې سره د لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې. همدارنګه د افغانستان ټول د پیداګوژي بنسټونه، چې د لیسانس د درسي نظام لرونکي و، له خپلو ټولو تشکیلاتو، پرسونل، منقول او غیر منقول شتمنیو سره له پوهنې وزارت څخه رابیلې او د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې شاملې شوې.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements