د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه. 

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Jkjsbshdbbd

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یادو سفرونو موخه د مدرسو او پوهنتونونو او همدارنګه د علماء کرامو او تحصیلي بنسټونو د استادانو تر منځ د اړیکو جوړول او هغوی ته د اسلامي امارت د پالیسیو تشریح کول و. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ولایتي تحصیلي بنسټونو ته خپل سفرونه له لاسته راوړنو ډک وبلل او ویې ویل چې د تحصیلي بنسټونو اړتیاوې، نیمګرتیاوې او لاسته راوړنې مو په نښه او په اړه به یې عملي ګامونه واخیستل شي. 

 

همدارنګه د تېرو رهبري شوراګانو پرېکړې او کمېټو ته د ورسپارل شویو کارونو راپورونو ته لنډه کتنه وشوه. 

وروسته له اجنډا سره سم د هغو استادانو په اړه چې له فتحې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي، پرېکړه وشوه چې بېرته دې په خپلو اړوندو تحصیلي بنسټونو کې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د نورو علمي کادرونو په شان له ټولو امتیازونو څخه برخمن دي. 

دغه راز د شورا غړو د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې، د دیني علماء کرامو د اسنادو طی مراحل کولو، د فوق الېسانس پروګرامونو د جذب پر څرنګوالي او ځینو نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې. 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۴/۵/۲۰هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۳.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۴م

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS