د محصلانو چارو معینیت

 

 

اول: د محصلانو چارو معینیت دندې او صلاحیتونه:

۱)  د لوړو زده کړو موسساتو د محصلانو د روزنیز پالیسیو طرح او خپرول.

۲)  د لوړو زده کړو د محصلانو لپاره د نوي (معاصر) سیستمونو او د زده کړې نوی میتود جوړونه.

۳)  د لابراتوارونو او ورکشاپونو جوړونه او تجهیز؛ او د محصلانو لپاره د کار آموزي فرصتونه برابرول.

۴)  په لوړو زده کړو موسساتو کې د لوړو زده کړو محصلانو د جذب د کچې لوړولو لپاره د ورځني او شپني برنامې طرح او تطبیق کول.

۵)  په دولتی او خصوصی لوړو زده کړو موسساتو د حقوق او شرعیات پوهنځیو کې د حقوقی کلینیکونو د زده کړې سیستم تقویه کول.

۶) د هیواد د لوړو زده کړو ټولنې محصلانو ته په اړوند، د لوایح او طرزالعملونو طرح او تطبیق.

۷)  په لوړو زده کړو موسساتو کې، د متقاضیانو د نوم لینکنې بهیر ساده کول.

۸)  د لوړو زده کړو موسسات فارغ التحصیلانو ته د معیاري ديپلومونه او ترانسکریپتونو چاپ، ساتنه او ویش.

۹) په لوړو زده کړو موسساتو کې د محصلانو چارو خدمتونو ته په اړوند فعالیتونو ته کتنه.

۱۰) د محصلانو لیلیې په اړوند امورو ته کتنه.

 

                                  

 

 

 

 

دوهم: د عادي او روزنیز چارو ترسره کول:

 

۱)  د محصلانو د نوم لیکنې، د تحصیل ادامه، منفکي، تعجیل اخیستنه، چانس، غیرحاضري او نورو هدایاتو په اړه  احکام صادرول.

۲) د تحصیلی سمسترونو د پیل او پایله تقسیم اوقات او د هغوی د امتحان اخیستنې څرنګوالی

۳) د اصول او معیارونو په مطابق، د محصلانو د تبدیلي طی مراحل پر بنسټ د هدایت صادرول.

۴) په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسساتو کې د غایب محصلانو معرفی او د هغوی مجدد (بیاځلي) شمولیت.

۵) له نیمه عالي دینی علوم، طبی علوم، تخنیکي او مسلکي او ښوونکی د روزنې له نهادونو څخه فرغان، د هیواد لوړو زده کړو موسساتو ته معرفي او شمولیت.

۶) د پوهنتونونو د موافقې په اساس د محصلان او فارغ التحصیلان، روغتونونو او ذیربط اداراتو ته معرفي کول.

۷) د معادلت او یا ارزیابي لپاره، د بهرني هیوادونو محصلان او فارغ التحصلانو په اړه د هدایت صادرول.

۸) په دسته جمعي توګه د فارغ التحصیلانو تحصیلی اسناد د توزیع په اړه د احکامو صادرول.

۹) د اصول او معیارونو(سټنډردونو) په کتلو سره، متقاضیان لیسانس بورسونو ته معرفي کول.

۱۰) د محصلانو چارو معینیت په اړوند نور موارد.

 

 

 

 

 

 

 

 

له کاري استقامت څخه خلاصه

اړوند ریاستونه

 

اول: د دولتي محصلانو چارو ریاست

۱)  د دولتي پوهنتونونو د فارغ التحصیلانو د تحصیلی اسنادونو اجرا کول او طی مراحل.

۲)  له لازمې ارزونه او تدقیق څخه وروسته، په مشخص معیاد د مقررې په مطابق، د دولتي لوړو زده کړو نهادونو محصلانو د تبدیلي د پروسې طی مراحل.

۳) په لوړو زده کړو ټولنو کې د محصلانو د شمولیت پروسې د تطبیق په اړه هدایت.

۴) د کانکور د شمولیت چک او ارزونه او هغه فارغ التحصیلان چې اسنادونه يې طی مراحل کیږي، د هغوی د فارغت تثبیت.

۵) د ټولو دولتی لوړو زده کړو نهادونو د محصلانو د دیتابیس ثبتول او د هغوی د کانکور د شمولیت چک کول د فارغت پر محال.

۶) د مختلفو اداراتو څخه مواصلت شوي مکاتیب او استعلامونو ته ځواب ورکول.

۷) د یاد شوې ریاست ته اړوند نورې موارد

 

دوه هم: د خصوصی محصلانو چارو ریاست

۱.  د هیواد د خصوصي پوهنتونونو د فارغ التحصیلانو اسنادونه طی مراحل او اجرا کول.

۲. د مقررې په مطابق په یو مشخص معیاد وروسته له اړین ارزونه او تدقیق سره، د لوړو زده کړو نهادونو د محصلانو د تبدیلي پروسې طی مراحل کول.

۳. په لوړو زده کړو نهادونو کې د امتحان اخیستنې او د شمولیت پروسې په اړه هدایت .

۴. د فارغ التحصیلانو د اسناد د طی مراحل په جریان کې، د هغوی د کانکور شمولیت او د فراغت د تثبیت چک کول او ارزونه.

۵. له مختلفو اداراتو څخه مواصلت شوي استعلامونو او مکاتیبو ته د ځوابو ارایه.

۶. نور ذیربط موارد.

درېم: د بیرون مرزی ارزیابی ریاست

 

۱-  د بهرنیو هیوادونو د پوهنتونونو محصلان او فارغ التحصیلانو د ټولو تحصیلي اسنادونو ارزونه او معادلت

۲-  د ډېرو اطمینان لپاره، د اسناد د ارزیابي پروسې طی مراحل او د شخصي بورسونو د اسناد ایمیل کول.

۳- د ټاکل شوي نورمونو (سټنډردونو) په مطابق د ارزیابي کمیستون لخوا د بهرني هیوادونو د محصلان او فارغ التحصیلانو د ټولو تحصيلي اسنادونو دقیق چک او ارزونه.

۴- له مختلفو اداراتو څخه مواصلت شوي استعلامونو او مکاتیبو ته د ځوابو ارایه.

۵- نور ذیربط موارد

 

 

 

 

 

څلورم: د محصلانو خدمتونو د انسجام آمریت

 

۱.   د جدید الشمولو محصلانو د اکادمیک چاپیریال، د علمي مشورې خدمات، د شغلي مشورې خدمات، د محصلانو د رواني روغتیا سلامت خدمات، د منازعاتو د حل خدمات، دلیلیې خدمات او د لیلیې د محصلانو ترمنځ د سالمې فضا جوړونه او نور.

۲. په هیواد کې د مختلفو نهادونو محصلان لپاره د کار آموزي زمینې برابرول.

۳. د دولتي پوهنتونونو د رسمي مکتوب پر بنسټ، د کار آموزي او پرکتیک (عملي) دورې د ترسر رسولو لپاره ذیربط ادارو ته د محصلانو معرفي.

 

 

 

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۵:۴۱
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۵:۳۷
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۷:۳۷
Background image

د فراغت د تحصیلي اسنادو د قیمت په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا


لکه څرنګه چې ګران محصلین په جریان کې دي، په دې وروستیو کې د فراغت د تحصیلي اسنادو (ډیپلوم او ټرانسکرپټ) اوراق په معیاري او مصئونه توکه د هېواد په داخل کې ترتیب شوي او د فراغت د تحصیلي . . .

Back to announcements