PastShow all
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په بهیر کې د کندهار پوهنتون د مختلفو پوهنځيو له تدریسي چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب یې هم ملیتا کوله، د کندهار پوهنتون د بېلا. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په بهیر کې د جنوب لوېدیځ زون ولایتونو له علماء کرامو سره مشورتي ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې، چې د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل چې علماء کرام باید ځانونه له نظام څخه بېل ونه. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو څخه د ۱۵۰۰ محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندهار پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې په تحصیلي نصاب کې باید نوي پرمختګونه ورداخل او د ټولو دولتي او. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هېواد جنوب لوېدیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه او استادانو سره ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د کندهار مرستیال والي. . .
د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زېر بنا رياست د ياد وزارت خدماتي کارکونکو ته بوټان وويشل!!
د ژمي په راتګ سره ، د دغه رياست رئيس قاضي عبدالعزيز "عزيزي" ، د خدماتو آمر عبدالمنان "خاوري" او يو شمير نورو اړوندو مسؤلينو په شتون کې (192) جوړې بوټان د ياد وزارت په بېلابېلو خدماتي. . .
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یادو سفرونو موخه د مدرسو او پوهنتونونو او همدارنګه د علماء. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې مسؤلینو او د لوګر مرستیال والي سره یې د مؤسسې د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو او د لوګر مرستیال والي سره په خپلو خبرو کې د پوهنتون د شته ستونزو د هواري ژمنه وکړه. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر جنوب ختیځ زون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه زون علماء کرامو، د تحصیلي بنسټونو مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او مخورو شخصیتونو سره د خوست ولایت مقام کې ناسته وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د خوست ولايت والي، والی مرستيال، د خوست شیخ زاید، لوګر، پکتیا او پکتیکا تحصیلي بنسټونو له مشرتابه پلاوي، استادانو،. . .