LatestShow all

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۴:۱۱
Background image

په دايکندي لوړو زده کړو موسسه کې درې پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. 


یادې پروژې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې تمويلېږي، د موټرو تم ځای، د کور جنراتور او د څاڅکو اوبو لګولو سیستم شامل دي، چې د دې ادارې د مشرتابه پلاوي په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

د افغان نړيوال اسلامي او البيروني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 


د یادې هوکړې موخه د دواړو پوهنتونونو تر منځ په علمي او کلتوري چارو کې له یو او بل سره خپلې تجربې شریکول او همکاري کول دي، چې پر اساس به یې دواړه پوهنتونونه د یو بل له علمي ظرفیتونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۴:۱۱
Background image

د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون ناسته ترسره شوه.


یاده ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئيس استاد شاکر وحيدي په مشرۍ د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۴:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د دغه تحصیلي بنسټ له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه. 


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې د دغې مؤسسې د مسؤلینو او استادانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۵:۱۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د فریلانسینګ تخصصي پروګرام څخه د ۴۴ تنو متخصصینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.


په یاد پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د خصوصي او امارتي تحصیلي بنسټونو او د خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی و. 
په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۴:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه.


په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هېواد د تحصیلي ډګر په پرمختګ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ او کابینې غړو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه وکړه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۴:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دیني مدرسو د فارغانو د ګډو ازموینو د اخیستو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.


د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوي اسدالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۴:۳۹
Background image

د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټيټوټ په ۴۰ قلمه بېلابېلو طبي وسایلو مجهز شو

.
په دې وسایلو کې اتوکلف، Heart lung، ایکو، ECG، الټراساونډ او یو شمېر بېلابېل طبي تجهیزات شامل دي، چې د اورآسیا بنسټ له خوا د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د زړه پرانیستې عملیاتو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۴:۲۴
Background image

دلوړو زده کړو وزارت علمي معين په خپل کاري دفتر کې د اردن هېواد د التنال العربي ادارې د مجلس له رئيس سره چې څو ورځې مخکې د عربي ژبې د کورسونو د دایرولو په موخه افغانستان ته راغلى و، وکتل.


په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هغه ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د عربي ژبې ادبیاتو، نصاب، تدریسي میتودونو، د کتابتونونو، ساینسي څیړنو او. . .

Pagination

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements