د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د ۶۰ تنو امارتي پوهنتونونو استادانو لپاره ۵ ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د تضمین کیفیت معیارونو د تفسیر او توضیح په موخه په کابل پوهنتون کې د جوړ شوي ورکشاپ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په تحصیلي نظام کې د تضمین کیفیت مخینې ته په اشارې سره د یادې پروسې پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «د تضمین کیفیت معیارونو او دغې پروسې له یوه اړخه د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړ کړی او له بله اړخه یې وزارت غوره خدمتونو ته متوجه کړی دی.»
همدارنګه د لوړوز زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي د یاد ورکشاپ موخه د تضمین کیفیت په معیارونو کې د لازمو اصلاحاتو راوستل، پوهنتونونه یې پر ارزښت پوهول، له معیارونو څخه واحد نظر اخیستل یاد کړل.
نوموړي وویل چې موږ د تضمین کیفیت پروسې په واسطه د باکیفیته لوړو زده کړو زمینه برابرولی شو او له دې لارې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګ کولی شو.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د تحصیلي بنسټونو د ارزونې او اعتبار ورکولو لپاره ۱۱ اصلي او ۴۹ فرعي معیارونه لري.