د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون د (اسلامي علومو څېړنه او د علمي مقالو لیکل) تر نامه لاندې اوه ورځنی سمینار جوړ کړ.
یاد سمینار د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رئیس ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه، د پوهنتون رهبري پلاوي او د استادانو په ګډون د څېړنیزو مرستیالانو او محصلینو په ګډون پیل شو.
دوکتور لطف الله خیرخواه د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د راتلونکو علمي پلانونو په اړه خبرې وکړې او دغه سمینار یې ګټور وباله او له محصلینو یې وغوښتل چې له یاد سمینار څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
یاد سمینار به اووه ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې علمي معلومات ؛ لکه: د ساینسي څېړنو پېژندنه، اهمیت او اهداف، د ساینسي څېړنو مرحلې، پلان جوړونه، کتابتون او په ساینسي څېړنو کې د هغه اغېزې به د پروفیسورانو لخوا وړاندې شي.