PastShow all
د کابل پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ «د لوړو زده کړو پیاوړتیا» تر عنوان لاندې درې ورځنی ملي کنفرانس، نن د کابل پوهنتون په نوي اېډېټوریم کې پیل شو.
په یاد کنفرانس کې چې د ا.ا.ا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د هېواد د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو او علومو اکاډمي غړو ګډون پکې درلود، د لوړو زده. . .
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست څلور کسیز پلاوي، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه
په دغه لیدنه کې یاد پلاوي د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کتابتون، د څېړنې او علمي مجلې آمریت او څېړنیزو لابراتوارونو څخه د ارزونې ترڅنګ، د نوموړي موسسې مسؤلینو سره هم وکتل او د هغوی. . .
د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون نوبتي ناسته د دغه وزارت د تضمین کیفیت او عتبار ورکونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه
په دغه کمیسیون کې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د خصوصي تحصیلي بنسټونو اتحادیه غړیتوب لري، چې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل او کارونو د غوره والي په. . .
په کابل پوهنتون کې د مرکزي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دری ورځنی دیني ـ علمي سمینار د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو په ګډون سره پیل شو.
په یاد سمینار کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یاد سمینار له جوړوونکو څخه د مننې تر څنګ، په ټولنه کې د استادانو د ارزښت او د ځوانانو په روزنه کې یې پر رول خبرې. . .
د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تألیف او ژباړې ریاست یوه پلاوي د لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د لغمان پوهنتون د مسؤلینو په ملتیا د لغمان پوهنتون څیړنې کمېټې، د زراعت پوهنځي لابراتوار، د زراعت پوهنځي څېړنیز فارم، کتابتون او د ادبیاتو او بشري علومو راډیو څخه له نیږدې. . .
د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت ۳۱ بستونو لپاره د ۱۹۸ تنو کاندیدانو څخه واخیستل شوه.
د لوړو. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په جریان کې د خراسان خصوصي پوهنتون له لوري د ورزش اونۍ په پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.
په یادو مراسمو کې د خراسان خصوصي پوهنتون مشرتابه پلاوي، د ختیځ زون د بدنې روزنې رئیس، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د ننګرهار او یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او همدارنګه د ګڼو. . .
د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د کندهار پوهنتون، د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون او د ابراهیم نخعي رحمه الله جامعې نویو مقررو شوو کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په مشرۍ یوه پلاوي کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت یادو تحصیلي بنسټونو نویو مقرر شوو کارمندانو ته د اداري. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي د څو ورځنۍ ارزونې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون چارې و ارزولې.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي، چې مشري یې د یاد وزارت د تضمین کیفت آمر مفتي نذیر احمد احمدي کوله په څو ورځنۍ ارزونه کې یې د شیخ زاید پوهنتون ټولې چارې د تضمین کیفیت د. . .