د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ پلاوي ختیځ زون ته د خپل کاري سفر، پر دوام د ننګرهار پوهنتون ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رهبري غړو سره ناسته وکړه او د سفر اجنډا، د ارزونې موخې، څرنګوالي او د ارزوونکو کمېټو تشکیل په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین وویل، چې د ا.ا.ا پالیسۍ مطابق او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په لارښوونه مو دغه سفر پیل کړی، ترڅو د هېواد د تحصیلي نهادونو پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه یې نیمګړتیاوې په ګوته او پوره کولو لپاره یې په ګډه کار وکړو.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر خلیل احمد بهسود وال نوموړي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک د پوهنتون لاسته راوړنو، پرمختګونو او د پوهنتون اړوند د هرې برخې په اړه معلوماتي پریزېنټېشن وړاندې کړ.
د ننګرهار پوهنتون رهبري سره د ناستې په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین او ورسره مل پلاوي د یاد پوهنتون پخواني رئيس پوهنوال طاهر عنایت ته، چې له تېرو لس کالو راهیسي په بهر کې ژوند کوي او اوس هېواد ته راستون شوی، ښه راغلاست ووایه او هېواد سره یې د نوموړي د تحصیلي ژمنتیا احساس وستایه.
نېټه: سه شنبه
۱/۱۲/۱۴۴۴ هـ ق ۳۰/۳/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۶/۲۰۲۳ م