د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۴:۲۷
trhkss

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له تدریسي خونو، جمنازیم، لیليې او لابراتوار څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد پوهنتون په علمي شورا کې هم ګډون وکړ
 د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د یاد پوهنتون په علمي شورا کې وویل چې، د هېواد ټول وګړي بې له کوم تعصب، سمت پالنې، مذهب، قوم او ژبنيز توپيره د امن او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي او هڅې دې وشي تر څو هر وګړی چې د حکومت په هره برخه کې دنده ترسره کوي خپله دنده او مسئوولیتونه په پوره رښتینوالۍ، ایماندارۍ او امانت دارۍ ترسره کړي او دغه ځوریدلي ملت ته د خدمت جوګه وګرځي.
هغه همداراز د پوهنتون رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د لوړو زده‌کړو وزارت تل ستاسو په چوپړ کې دی، د پوهنتون هغه برخې چې بیارغونې ته اړتيا لري وزارت ستاسو سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS