All News

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۷:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر دوام د ننګرهار پوهنتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او چارې یې و ارزولې.

یاد پلاوی، چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ یې د هېواد د تحصیلي نهادونو ارزونه پیل کړې پر دوام یې د ننګرهار پوهنتون له ټولو تدریسي، څېړنیزو پروژو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د کابل طبي علومو ( ابو علي سینا) پوهنتون په چوکاټ کې د طبي انجینرۍ ډیپارټمنټ (Biomedical Engineering) او د یاد ډیپارټمنټ لخوا له وخت مخکې زېږېدلو ماشومانو د ساتنې ماشین (انکوباتور) د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه لخوا پرانیستل شو.

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي ډیپارټمنټ او انکوباتور ماشین پرانیستې لپاره غونډه جوړه شوې وه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معین هم پکې ګډون کړی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ پلاوي ختیځ زون ته د خپل کاري سفر، پر دوام د ننګرهار پوهنتون ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رهبري غړو سره ناسته وکړه او د سفر اجنډا، د ارزونې موخې، څرنګوالي او د ارزوونکو کمېټو تشکیل په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۷:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په لارښوونه او د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت په مشرۍ د اداري کارمندانو د ارزونې په موخه ټاکل شوې پنځه کسیزې کمېټې خپل کار پیل کړ.


د یادې کمېټې موخه د اداري کارمندانو د ورځنیو فعالیتونو، نوښتونو، لاسته راوړنو، د کاري پلان تطبیق، حاضر‎ۍ ته ژمنتیا او له مراجعینو سره د چلند ارزونه کیږي، ترڅو له یوې خوا د لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د څلورو دائر شویو ورکشاپونو فارغانو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په بېلابېلو وختونو کې د شخړو حل مدیریت، د اداري پروسیجر سره بلدتیا، Word او Windows Tools ورکشاپونه دائر کړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۸:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معنیت شورا د همغږۍ ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ ترسره شوه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په اسلام کې د شورا او مشورې پر ارزښت خبرې وکړې او د دې شورا اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته یې په پوره معنی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د کابل پوهنتون په ریاضیاتو پوهنځي کې (( په قسمي تفاضلي معادلاتو کې د لاپلاس طاقت سلسلې پاتې میتود کارونه)) په نوم سمینار ترسره شو

نوموړی علمي او څیړنیز سمینار د روان کال غبرګولي میاشتې په ۲۱نېټه د پاکستان هېواد خیبر پښتونخوا  ایالت (عبدالولي پوهنتون) استاد ښاغلي  دوکتور حسن خان لخوا وړاندې شو.
په دې سمینار کې. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۹:۵۷
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب او مل پلاوي روسيې هېواد ته د سفر پر دوام، په دغه هېواد کې د افغان محصلينو سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست چې د ياد هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی، نن يې د يوې ناستې په ترڅ کې د افغان محصلينو ستونزې او پيشنهادونه واورېدل او د هر راز همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.
نومو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د ‎تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم په څنده کې د روسیې او پاکستان هېوادنو د لوړو زده کړو وزیرانو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل .

په دغه ناستو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب او د یادو هېوادونو وزیرانو د علمي او اکاډمیکو برنامو په پراختیا، تحصیلي بورسونو، مشترکو علمي. . .

Pagination

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements