مالي او اداري معین د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم څنډه کې جوړې شوې علمي ناستې ته وینا وکړه.

naser_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۹:۱۲
3245112000221

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم څنډه کې جوړې شوې ځانګړې علمي ناستې ته هر اړخیره وینا وکړه.

یاده ناسته « په څو قطبي نړیوال سیستم کې د روسیې او اسلامي هېوادونو تر منځ د علم او لوړو زده کړو د تعامل پراخوالي»  تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې نوموړي پکې د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت پیغام وړاندې کړ او د اسلامي هېوادونو تر منځ د علمي او تحصیلي همکاریو، علمي تجربو او نوښتونو پر شریکولو او پراختیا یې ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د تاتارستان د تحصیلي نهادونو لوړ رتبه مسوولینو او ګڼو علمي شخصیتونو ګډون کړی و او هر یوه د علم، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ اړوند خپل لیدلوري بیان کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS