د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Wddtgjknhjk

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم شيخ صاحب زیاته کړه، چې جاپان د اسلامي امارت او د افغانستان خلکو دیني او فرهنګي ارزښتونو ته پر درناوي او مثبت چلند سره خپلې اړیکې په ښه توګه ساتلې دي او موږ له ټولو نږدې او لرې هېوادونو سره د داسې ښو اړیکو غوښتونکي یو، چې پر متقابل درناوي ولاړې وي.

 

د لوړو زده کړو وزیر د تاریخ په اوږدو کې او په ځانګړي ډول په وروستیو څلورو کلونو کې د جاپان له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او د دغو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام یې ټینګار وکړ. 

 

وروسته د جاپان سفیر تاکویوشي کورومایا، د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ مراتبو وړاندې کولو تر څنګ، زیانمنو شویو خلکو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړ.

 

د جاپان سفير په دغه لیدنه کې د خپل ماموریت پای ته رسېدو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان او جاپان اوږد مهالې اړیکې لري او موږ به دا ښې اړیکې لا پسې وغځوو.

 

د جاپان سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه، چې دغه ماموریت به یې نوی سفیر په غاړه واخلي او زیاته یې کړه، چې افغانستان د ښه پرمختګ پر لور روان دی.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۷هـ.ق د ربیع الاول ۸ مه

۱۴۰۴هـ.ش د سنبلې ۱۰مه

 ۲۰۲۵م د سپټمبر لومړۍ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۵:۴۸
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې


د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

BACK TO NEWS