د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ممتاز محصلین د چین سفارت له لوري په یاد پوهنتون کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۲۶
Sjjxisjxjjd

 

دغه غونډه چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ او امارتي محصلانو چارو رئیسانو، په کابل کې د چين سفير او د کابل پوهنتون رهبري پلاوي په ګډون، په یاد پوهنتون کې جوړه شوې وه، د چین سفارت له خوا د یاد پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ۶۰ تنو ممتازو محصلینو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

 

په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي د چین هېواد له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، له محصلینو وغوښتل چې لا زیاتې هڅې وکړي، څو افغانستان په خپلو پښو ودریږي او په ځان بسیا شي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له ادرسه د چین سفیر او د کابل پوهنتون مشرتابه ته د محصلانو لپاره د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

همدارنګه په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ له لوړو زده کړو وزارت سره خپلې اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل: «موږ په علمي برخو کې خپلې اړیکې پراخوو او محصلین هڅوو.» هغه زیاته کړه چې په علمي ډګر کې اړیکې یې، د افغانستان په ځانبسیاینه کې مهم رول لوبولی شي.

 

دغه راز د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز هم له کابل پوهنتون سره د چين د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې دا همکارۍ د افغانستان او چین تر منځ د علمي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی شي.

 

نوموړي له چين سره د افغانستان د اړیکو ارزښت ته په اشارې سره، له یاد هېواد څخه وغوښتل چې د کابل پوهنتون د انجنيري، ټکنالوژي او ساينس په تخصصي برخو کې خپلې تجربې د کابل پوهنتون له محصلينو سره شريکې کړي، څو د افغانستان په ځانبسیاینه کې خپل رول ولوبوي.

 

په یاده غونډه کې د کابل پوهنتون يو شمېر ممتازو محصلانو هم خبرې وکړې، د دغه شان غونډو په جوړولو يې خوښي څرګنده کړه او د پوهنتون د علمي او تدريسي برخو په پياوړتيا کې يې له چين هېواد څخه د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

غونډه د کابل پوهنتون ممتازو محصلینو ته د نغدي ډالیو او ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادي الاخرة ۷ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د لیندۍ ۱۹ مه

۲۰۲۴ م د ډسمبر ۹ مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS