د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
646521320002

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د (۲۷۰ ) میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل.

د یاد وزارت د مسؤلینو په وینا په دغه لابراتواري وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجروبو لپاره کیمیاوي مواد شامل دي، چې ډېر ژر به تحصیلي نهادونو ته د استفادې په پار ولېږل شي، چې ورسره به په هر امارتي پوهنتون کې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه فعال شي.

لوړو زده کړو وزارت په همدې موخه څه موده وړاندې د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو د لابراتوارونو جوړېدو او تجهیز په موخه، د وزارت په مرکز کې د اړتياوو مشخص کېدو لپاره اووه ورځنۍ ناسته کړې وه، څو د یادو پوهنځيو د اړتیا وړ لابراتواري مواد په دقیق ډول معلوم او لابراتوارونه فعال کړي، چې وروسته د الله تعالى په مرسته دا وسایل خریداري شول.

د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د تحصیلي نهادونو د لابراتوارونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه کړې او د محصلینو عملي چارو لپاره یې د اړتیا سره سم اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۸مه

۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۳۰مه

۲۰۲۵ م د جنوري ۱۹مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS