د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا وکړه 

naser_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۶:۱۲
Dxfghjkpllkj

 

د کابل پوهنتون له لوري په جوړ شوي یو ورځني سمینار کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي او محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ژوند، کارنامو، تقواء او خاکسارۍ په اړه محصلینو ته مفصلي خبرې وکړې.

محترم شیخ صاحب وویل چې محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله داسې شخصیت و، چې اوس هم د نړۍ سیاست پوهان، پاچاهان او عالمان ورته ګوته په غاښ دي او د ده مبارک د ژوند، کړنو او پرمختګونو په اړه لا هم څېړنې کوي، چې څه ډول یې په دې هېواد کې شته ستونزې او وحشت ختم او پر ځای ی سوچه اسلامي نظام قائم کړ. 

همدارنګه یې محصلینو ته په خطاب کې وویل: «ثالث عمر رحمه الله په هېواد کې شاوخوا پنځه کاله داسې مثالي امنیت ساتلی و، لکه اوس چې دی.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له محصلینو وغوښتل چې د محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د معلوماتو په اړه دې په دې سمینار اکتفاء نه کوي، بلکې د لوی ملا صاحب د ژوند، کارنامو او سیاسي بصیرت په اړه دې مطالعې او د مشرانو خبرو اورېدو ته پاملرنه وکړي او د هغه مبارک خوی او عادات دې په ځان کې پیدا کړي.

وروسته له اجنډا سره سم د محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند، کارنامو او تقواء په اړه د سمینار سنبالوونکو خپل پرېزنټېشنونه ارایه کړل او د محصلینو پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.

نېټه:شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ذوالقعدې ۵مه

۱۴۰۴هـ.ش، د ثور ۱۳مه

۲۰۲۵م، د مې ۳مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS