د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې څخه لیدنه وکړه او د مسوولینو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې د بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په عمومي کتابتون کې د فاضلانو د مطالعې او تدریسي بهیر څخه هم لیدنه وکړه او فاضلان یې لا مطالعې ته وهڅول.
هغه د جامعې له مسوولینو څخه د جامعې د روانو چارو په اړه معلومات ترلاسه کړل او د جامعې د منظم تدریسي او مطالعاتي بهیر څخه یې خوښي څرګنده کړه، محترم سرپرست وزیر په اړوندو برخو کې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.