د بنګله دیش بورسونو د آزموینې خبرتیا

baqir_admin
ل

د ښځو لپاره د آسیایی پوهنتون تحصیلي بورسونو74    نوماندانو ته چې د دوی لست  له دې خبرتیا سره ضمیمه شوی دی خبر ورکول کیږي چې آزموینه د ۱۳۹۹/۸/۲۸ نیټه چې د ۲۰۲۰ د نومبر له ۱۸ نیټې سره سمون لري د سهار په ۸:۳۰ بجو د یاد پوهنتون د برک پوهنتون موسیسې هئیت لخوا اخستل کیږي.

نو محترم نوماندان کولی شي په ټاکل شوې نیټه د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو تالار ته د آزموینې لپاره راشي.

د یادونې وړ ده چې محترم نوماندان د آزمویني په ورځ لاندې استاد باید له ځان سره ولري.

-      د ښونځې شهادتنامه

-      الکترونیکې پاسپورټ

-      د تابعیت تذکره

-      د ازموینې کارت (د ازموینې کارت چې د برک موسیسې لخوا توزیع کیږي)

د کاندیدانو لست

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د تودو ولایتونو د دولتي او خصوصي بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د سمستر پیل په اړه د هېواد تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو لخوا د لیکلو طرحو د استولو او د زدکړیالانو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د تبدیلۍ پروسې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ټول هغه زدکړیالان دې خبر وي چې غواړي له یوه تحصیلي بنسټ څخه بل ته ځان تبدیل کړي؛ د لېسانس روزنیزې دورې او د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا د ۱۸/۹/۱۳۹۹ نېټې د پرېکړې پر بنسټ، تبدیلۍ د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۹:۲۰
Background image

د ۱۳۹۸/۱۳۹۹ کال کانکور لوړو نمرو لرونکو لپاره د قزاقستان هېواد تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د قزاقستان هېواد د سېول انجنیرۍ، جیولوجې، کرنې او اقتصاد په برخو کې د ۱۶ بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام له سپارښتنې سره سم د کانکور لوړو نمرو لرونکو، . . .

Back to announcements