د بنګله دیش بورسونو د آزموینې خبرتیا

د ښځو لپاره د آسیایی پوهنتون تحصیلي بورسونو74 نوماندانو ته چې د دوی لست له دې خبرتیا سره ضمیمه شوی دی خبر ورکول کیږي چې آزموینه د ۱۳۹۹/۸/۲۸ نیټه چې د ۲۰۲۰ د نومبر له ۱۸ نیټې سره سمون لري د سهار په ۸:۳۰ بجو د یاد پوهنتون د برک پوهنتون موسیسې هئیت لخوا اخستل کیږي.
نو محترم نوماندان کولی شي په ټاکل شوې نیټه د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو تالار ته د آزموینې لپاره راشي.
د یادونې وړ ده چې محترم نوماندان د آزمویني په ورځ لاندې استاد باید له ځان سره ولري.
- د ښونځې شهادتنامه
- الکترونیکې پاسپورټ
- د تابعیت تذکره
- د ازموینې کارت (د ازموینې کارت چې د برک موسیسې لخوا توزیع کیږي)