د فاریاب پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۰:۱۰
hjsdfjksdf

Closing Date


     فاریاب پوهنتون دویم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•    بدني روزنې ډيپارټمنټ ( ۳) بسته.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
•    خصوصي حقوقو او جزا ډيپارټمنټ ( ۱) بست.

د کرنې پوهنځی؛
•    ځنګلونو ډيپارټمنټ ( ۲) بسته.
•    باغدارۍ ډيپارټمنټ ( ۱) بست.
•    
      د کپیوټرساینس پوهنځی؛
•    معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ ( ۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۲/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۲۱/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.