د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۸:۴۹
14551150000

Closing Date

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د طبیعی علومو پوهنځی؛

د بیولوژی ډیپارټمنټ (۱) بست

داوطلبان کولای شي، چې د 19 /6/1403 هـ.ش څخه تر 29/6/1403هـ.ش پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.

منابع:

  1. هستولوژی پوهاند محمد نبی نبی زاده
  2. اناتومی و فزیولوژی انسان پوهنوال غلام دستگیر خاورین
  3. مایکروبیولوژی پوهنوال غلام دستگیر خاورین
  4. علم وراثت پوهنوال اسد الله فروغ
  5. نباتات عمومی پوهنوال دوکتور عبدالهادی ستانکزی
  6. ایکالوژی عمومی پوهنوال تفسیره هاشمی