د هرات پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
هرات پوهنتون پنځم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د طب پوهنځی؛
• داخله ډيپارټمنټ (د عمومي داخله مضمون) (۳) بسته.
• جراحي ډيپارټمنټ (د غوږ او ستوني مضمون) (۱) بست.
• جراحي ډيپارټمنټ (دنسایي ولادي مضمون) (۱) بست.
• جراحي ډيپارټمنټ (د ماشومانو جراحي مضمون) (۱) بست.
• هستوپتالوژي ډيپارټمنټ (هستوپتالوژي مضمون) (۱) بست.
• ماشومانو ډيپارټمنټ ( ماشوم مضمون) (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۳/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
