د پکتیا پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۹:۴۶
retrrterer

Closing Date


پکتیا پوهنتون درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

دطب پوهنځی؛
•     جراحي عصبي ډیپارټمنټ  (۲) بسته. 
•     عمومي جراحي ډیپارټمنټ  (۲) بسته. 

داوطلبان کولای شي، چې د  ۱۳/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۳/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.