د (۱۴۰۱) هـ ل کال لپاره د وزارت د مرکزي ادارو د دوه ډوله تېلو (ډېزل او پطرول) د چمتو کولو او تدارک پروژه

Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې اعلان!
عنوان: د (۱۴۰۱) هـ ل کال لپاره د وزارت د مرکزي ادارو د دوه ډوله تېلو (ډېزل او پطرول) د چمتو کولو او تدارک پروژه.
دواطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-003
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (۱۴۰۱) هـ ل کال لپاره د وزارت د مرکزي ادارو د دوه ډوله تېلو (ډېزل او پطرول) د چمتو کولو او تدارک پروژه ورکړې پروسه کې ګډون وکړي.
او د اړوندې شرط پاڼې یوه چاپ شوې کاپي دې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه په وړیا توګه په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي او خپلې داوطلبۍ دې د قرارداد له شرایطو او د تدارکاتو له طرزالعمل سره سم، په پاکټ کې بند او بند سر د اعلان له خپریدو نېټې څخه د چهارشنبې په ورځ د (۱۴۰۱ هـ ل کال د ثور ۲۸) د سهار تر لسو بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست، چې د کابل درېیمې ناحیې اړوند په څلورمه کارته کې موقعیت لري وسپاري.
ناوخته او آنلاین وړاندیزونه د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ تضمین باید د (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره افغانیو په اندازه د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه ورکړل شي.
د داوطلبۍ تضمین باید د داوطلبۍ د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې اوږد وي، یعنې د داوطلبۍ د بیا پرانستلو له نېټې څخه ۱۱۸ ورځې لرونکی تضمین د اعتبار وړ دی.
د افرونو د پرانیستلو غونډه د {چهارشنبه} ورځ د { ۱۴۰۱د غويي ۲۸} نیټه د سهار {۱۰:۰۰} بجې د { لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د تدارکاتو سالون چې د کابل ښار درېیمې ناحیې په څلورمه کارته کې موقعیت لري} دایریږي.
اړېکې شمېره :0202514078
بریښنالیک پته: saririnasrat90@gamail.com
د داوطلبۍ مخکې غونډه به د شنبې په ورځ ۱۴۰۱ هـ ل کال د غويي میاشتې په ۱۷مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د غیر مشورتي توکو او خدماتو په ریاست کې جوړه شي.