د کابل پوهنتون تدارکاتي اعلان

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

ګڼه فورم : P_ 01    

 په ټولیزه توګه د کابل پوهنتون ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶) لاتو پروژې د ترتیب او تدارک بیا ځلي خبرتیا، چې لومړی لات د کیمیا پوهنځي د اړتیا وړ (۱۱۷) قلمه د لابراتواري وسایلو تجهیزات، دویم لات د بیولوژي پوهنځي د لابراتواري وسایلو د تجهیزاتو (۶۸) قلمه توکي، درېیم لات د فزیک پوهنځي د لابراتواري وسایلو د تجهیزاتو (۲۸) قلمه توکي، څلورم لات د ریاضي پوهنځي د وسایلو د تجهیزاتو (۱۵) قلمه وسایل، پنځم لات د ژورنالېزم پوهنځي (۲۶) قلمه توکي او شپږم لات د کرنې پوهنځي د لابراتواري وسایلو د تجهیزاتو (۳۴) قلمه توکو تدارک.  

د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون ریاست ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د یادو پوهنځیو د لابراتواري وسایلو د ترتیب او تدارک (۶) لاته توکو، کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره چې د پېژندنې شمېره یې  MOHE/KU-99/G-  05/NCB/1L…..6L ګډون وکړي، د شرطپاڼې او اړوند آفر کاپي، د کابل پوهنتون تدارکاتو امریت د تړونونو له مدیریت څخه تر لاسه او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم، د اعلان له خپرېدو څخه د سهار تر ۱۰ بجو پورې د شرطپاڼې له نېټې سره سم د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت د تړونونو مدیریت ته وړاندې کړي چې د کابل درېیمې ناحیې، جمال مېنې، کارته سخي سیمې، علي اباد روغتون ته څېرمه موقعیت لري. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د لومړي لات تضمین په بانکي ګرنټي ډول، د یوه معتبره بانک (۱۶۰۰۰۰) یو سل او شپېته زره افغانۍ، دویم لات (۹۰۰۰۰) نوي زره افغانۍ، درېیم لات (۶۵۰۰۰) پینځه شپېته زره افغانۍ، څلورم لات (۱۵۰۰۰۰) یو سل او پنځوس زره افغانۍ، پنځم لات (۱۲۰۰۰۰) یو سل او شل زره افغانۍ او شپږم لات (۷۰۰۰۰) اویا زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستې ناسته د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې، د سهار په ۱۰بجو، د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت کې چې د کابل پوهنتون د وسایلو پخواني پارکېنګ د پوسته خانې په دهلېز کې ښۍ خوا (۴مه) خونه کې دی تر سره کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders