د کابل پولي تخنیک پوهنتون له دریو پوهنځيو څخه ۱۵۱ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۴:۲۴
jdsabjdkjas


په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس، جیوماتیک او کدستر او کیمیاوي صنایعو پوهنځيو ۱۵۱ انجنیرانو د فراغت جشن ولمانځل شو او همدارنګه دغه پوهنتون ته د ۱۴۰۲هـ.ش کال نویو شاملو شویو محصلینو ته ښه راغلاست وویل شول، د پوهنتون چاپېریال او اصولو اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورته وشوې. 
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د یاد پوهنتون رئیس پوهنوال انجنیر عبدالرشید اقبال فارغېدونکو انجنیرانو ته د مبارکۍ تر څنګ، په خپله لارښوونیزه وینا کې وویل: «تاسو باید مسلکي اخلاق ولرئ، خپل مسلک ته ژمن پاتې شئ او کار پکې وکړئ.» نوموړي محصلینو ته ډاډ ورکړ چې تر فراغت وروسته هم د عملي کارونو او مشورو لپاره د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه او استادان یې په خدمت کې دي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو رئيس استاد حامد یعقوبي یاد انجنیران لوړو موخو ته وهڅول او ویې ویل چې اسلامي امت تر غرب زیات ځوان بشري ځواک، معدني سرچینې او نورې عایداتي منابع لري، خو د نه استفادې له امله تر غرب وروسته پاتې دی.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د همغږۍ رئیس قاضي کلیم الله محمدي د فارغېدونکو انجنیرانو له کورنیو او پوهنتون له مسؤلینو مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د هېواد بچیانو لپاره د درس زمینه برابره کړې او محصلینو ته په خطاب کې یې وویل چې دا ستاسو د سند فراغت نه، بلکې د مسؤلیت سند دی، چې درکړل شو.
د یادونې وړ ده چې کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځی لري او هر کال سلګونه انجنیران د هېواد د خدمت لپاره وړاندې کوي.  

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS