د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه توګه د یاد پوهنتون د ۱۴۰۰ مالي کال له‌پاره د لیلیې د محصلینو (۱۸)‌قلمه د اړتیا وړ اعلی موسمي میوې او ترکاري پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل په فلش یا ډسک‌مېموري کې تر لاسه کړي. خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو طرزالعمل له قانون سره سم د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر ۹ /۱/۱۴۰۰نېټې پورې د سهار لس بجې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت دفتر ته په تړلې بڼه وړاندې کړئ. د آفر تضمین د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د نغدو پیسو یا بانکي ګرنټۍ په بڼه دی. تر یادې نېټې وروسته رسیدلي آفرونه او انټرنیټي آفرونه د منلو نه دي. نو هغه شرکتونه، دولتي تصدۍ او خصوصي موسسې چې د یاد تړون غوښتونکي دي خپل غوښتنلیک دې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تدارکاتو او خدماتو آمریت پنځمې لیلیې، (۳۰)نمبر خونې ته وسپاري. د آفر پرانستلو غونډه په ۹/۱/۱۴۰۰ نېټه د سهار په (۱۰) بجو د مالي او اداري معاونیت دفتر (۳۱) نمبر خونه کې جوړېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders