د هېواد ۱۴ ولایتونو امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو څارنه او ارزونه ترسره شوه.

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۶:۳۵
231543132

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو څارنې او ارزونې ریاست ټاکل شوي پلاوي له لوري د کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، روزګان، زابل، غزني، میدان وردګ، غور، دایکندي، بامیان، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو د علمي، اداري او تدریسي چارو هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره شوه. 

په یاده څارنه او ارزونه کې اداري، د محصلانو او استادانو چارې، په ټولګیو کې په عملي توګه د محصلانو د حاضریو کنترول او همدا راز درسي امکانات له نږدې وکتل شول.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو څارنې او ارزونې رییس مولوي احمدالله حماد په وینا؛ د دغو ارزونو پایلې ښیي چې د پوهنتونونو چارې د پخوا په پرتله تر ډېره معیاري او د اصولو خواته تللي دي او ډېرې ستونزې یې حل شوې دي. 

د یادونې وړ ده چې دغه څارنه او ارزونه په تېره میاشت کې ترسره شوې او اوسمهال دا لړۍ په مرکز کې دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS