د ماسټرۍ په کچه د هنګري د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

هنګري د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) میلادي کلونو له پاره، د یو شمېر هېوادونو له پاره په لاندې څانګو کې د ماسټرۍ په کچه د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی او له افغانستان څخه يې هم په شرایطو برابرو او لاندې اسنادو لرونکو کسانو د ور پېژندو غوښتنه کړې ده:

1 – MSc in Agricultural Water Management

2 – MSc in Plant Production

3 – MSc in Corp Production

د بورسونو شرایط :

د غوښتنليک د فورمې ډکول Application Form

د لیسانس دوري، د اړوندو څانګو د ساینسي مضامینو، یا هم د تحصیل په ورته ساحه کې د ډیپلوم او ټرانسکریپټ له انګريزي ژباړې سره رنګه کاپي چې د بهرنیو چارو وزارت لحوا تصدیق شوی وي.

نوی انځور

د سوانحو خلص (CV)

د پاسپورټ رنګه کاپي

د اړونده څانګې له خوا په انګلیسي ژبه د سپارښتلیک وړاندې کول.

د یادو بورسونو مینوال باید په انګريزي ژبه په يو ليک کې د خپلې علاقمندۍ دلیل وړاندې کړي.

د روغتیایي فورم وړاندي کول.

د (TOEFL/IELTS) B2  انګریزي ژبې د مهارت  درلودلو، سند وړاندي کول.

په ټولیز ډول د کریډیټونو مجموعه باید له ۵ کلونو ډېره نه وي

د نوماند د نمرو سلنه باید ۷۵ سلنه وي.

په مستقيم ډول په PDF او JPG فارمټ کې  REU–Schlorship@fao.org  برېښنالیک ته د اړوندو سندونو لېږل.

د نوم لیکنې پروسه د ۲۰۲۱ میلادي کال په سپټمبر او اګسټ میاشتو کې پیل کېږي.

هېواد ته د بېرته ستنېدلو له پاره د ژمن لیک ډکول.

یادونه : له ټاکل شوې نیټې څخه وروسته د نوماندو سندونه نه منل کېږي، د لا زیاتو معلوماتو له پاره   http://www.fao.org/europe/news/detail-news/en/c/1369300    وېبپاڼې ته ورشئ.

د يادونې وړ ده چې د محصلينو له پاره د بورس ورکوونکي هېواد له لوري د پوهنتون فيس، اعاشه او اباطه د اوسېدو لګښت په پام کې نيول شوي دي. همدارنګه نور مالي لګښتونه لکه روغتیایي موضوعات د تګ راتګ ټکټ د محصل په غاړه دی.

د یادو بورسونو مینوال او په شرایطو برابر نوماندان کولای شي ټول سندونه بشپړ کړي او د نورو فورمونو له تر لاسه کولو وروسته خپل سندونه د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې شمیرې غرفې ته د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبروری میاشتې تر  (۲۸مې) نېټې پورې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب (حوت) میاشتې له ۱۰مې نېټې سره سمون لري وسپاري.  

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

1- applicationform

2- descriptionsn

3- یاد داشت

آخرین بورسیه ها

شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۸:۵۷
Background image

د ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا سرابایا ښار (ITS) ټکنالوژي پوهنتون د بورسونو خبرتیا

په جاکارتاـ اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د اندونیزیا سرابایا ښار (ITS) ټکنالوژي پوهنتون، افغان ځوانانو ته د نوملیکنې د هڅونې په پار د بورسونو د ورکولو خبر ورکوي. د (ITS . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۴:۲۷
Background image

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د آذربایجان هېواد Alimardan bay Topchubashov یا ADA پوهنتون تحصیلي بورسونو خبرتیا

په یونسکو سازمان کې د جمهوري آذربایجان دایمي څانګې د دغه هېواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی.

د اړتیا وړ اسنا:

۱ـ د ماسټرۍ دورې د نوماند د نمرو سلنه باید له ۶۵ لوړه وي. (د تحصیلي اسنادو . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۸:۱۹
Background image

د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د اندونیزیا هېواد KNB تحصیلي بورسونو خبرتیا

په کابل کې د اندونیزیا سفارت د ۲۰۲۱ تحصیلي کال لپاره مخ په ودې هېوادونو لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د دغه هېواد په ۲۳ پوهنتونونو کې د (KNB) پروګرام تحصیلي بورسونو خبر ورکوي . . .