د ماسټرۍ په کچه د هنګري د تحصیلي بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

هنګري د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) میلادي کلونو له پاره، د یو شمېر هېوادونو له پاره په لاندې څانګو کې د ماسټرۍ په کچه د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی او له افغانستان څخه يې هم په شرایطو برابرو او لاندې اسنادو لرونکو کسانو د ور پېژندو غوښتنه کړې ده:

1 – MSc in Agricultural Water Management

2 – MSc in Plant Production

3 – MSc in Corp Production

د بورسونو شرایط :

د غوښتنليک د فورمې ډکول Application Form

د لیسانس دوري، د اړوندو څانګو د ساینسي مضامینو، یا هم د تحصیل په ورته ساحه کې د ډیپلوم او ټرانسکریپټ له انګريزي ژباړې سره رنګه کاپي چې د بهرنیو چارو وزارت لحوا تصدیق شوی وي.

نوی انځور

د سوانحو خلص (CV)

د پاسپورټ رنګه کاپي

د اړونده څانګې له خوا په انګلیسي ژبه د سپارښتلیک وړاندې کول.

د یادو بورسونو مینوال باید په انګريزي ژبه په يو ليک کې د خپلې علاقمندۍ دلیل وړاندې کړي.

د روغتیایي فورم وړاندي کول.

د (TOEFL/IELTS) B2  انګریزي ژبې د مهارت  درلودلو، سند وړاندي کول.

په ټولیز ډول د کریډیټونو مجموعه باید له ۵ کلونو ډېره نه وي

د نوماند د نمرو سلنه باید ۷۵ سلنه وي.

په مستقيم ډول په PDF او JPG فارمټ کې  REU–Schlorship@fao.org  برېښنالیک ته د اړوندو سندونو لېږل.

د نوم لیکنې پروسه د ۲۰۲۱ میلادي کال په سپټمبر او اګسټ میاشتو کې پیل کېږي.

هېواد ته د بېرته ستنېدلو له پاره د ژمن لیک ډکول.

یادونه : له ټاکل شوې نیټې څخه وروسته د نوماندو سندونه نه منل کېږي، د لا زیاتو معلوماتو له پاره   http://www.fao.org/europe/news/detail-news/en/c/1369300    وېبپاڼې ته ورشئ.

د يادونې وړ ده چې د محصلينو له پاره د بورس ورکوونکي هېواد له لوري د پوهنتون فيس، اعاشه او اباطه د اوسېدو لګښت په پام کې نيول شوي دي. همدارنګه نور مالي لګښتونه لکه روغتیایي موضوعات د تګ راتګ ټکټ د محصل په غاړه دی.

د یادو بورسونو مینوال او په شرایطو برابر نوماندان کولای شي ټول سندونه بشپړ کړي او د نورو فورمونو له تر لاسه کولو وروسته خپل سندونه د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې شمیرې غرفې ته د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبروری میاشتې تر  (۲۸مې) نېټې پورې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب (حوت) میاشتې له ۱۰مې نېټې سره سمون لري وسپاري.  

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

1- applicationform

2- descriptionsn

3- یاد داشت

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۶:۷
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه ترمیمات (6) عراده وسایط مربوط پوهنتون اسلامی بین . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۹:۲۶
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک سولر سیستم برای جامعه دینی امام محمد(رح) . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image

بازگشت به اطلاعیه ها

آخرین بورسیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۳:۵۳
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی پاکستان

کشورپاکستان از اعطای پنج سیت بورس تحصیلی در بخش های طب دندان، فارمسی و جراحی در مقاطع لیسانس برای سال تحصیلی 2024-2025 با شرایط ذیل خبر داده است:

شرایط و اسناد مورد نیاز:

  1. تمام مصارف . . .
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۲۱
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سمستر خزانی سال 2023 پوهنتون (Bahria University) کشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 984  مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای بورسیه تحصیلی پوهنتون (BU) کشور پاکستان با معافیت پرداخت هزینه در خواست پذیرش برای محصلان . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۵
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سال 2023 پوهنتون UTMکشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 983 مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای 100 سیت بورسیه تحصیلی پوهنتون مدیریت و تکنالوژی ( UTM) کشور پاکستان با 90 فیصد تخفیف در فیس . . .