د ماسټرۍ په کچه د هنګري د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
هنګري د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) میلادي کلونو له پاره، د یو شمېر هېوادونو له پاره په لاندې څانګو کې د ماسټرۍ په کچه د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی او له افغانستان څخه يې هم په شرایطو برابرو او لاندې اسنادو لرونکو کسانو د ور پېژندو غوښتنه کړې ده:
1 – MSc in Agricultural Water Management
2 – MSc in Plant Production
3 – MSc in Corp Production
د بورسونو شرایط :
•د غوښتنليک د فورمې ډکول Application Form
•د لیسانس دوري، د اړوندو څانګو د ساینسي مضامینو، یا هم د تحصیل په ورته ساحه کې د ډیپلوم او ټرانسکریپټ له انګريزي ژباړې سره رنګه کاپي چې د بهرنیو چارو وزارت لحوا تصدیق شوی وي.
•نوی انځور
•د سوانحو خلص (CV)
•د پاسپورټ رنګه کاپي
•د اړونده څانګې له خوا په انګلیسي ژبه د سپارښتلیک وړاندې کول.
•د یادو بورسونو مینوال باید په انګريزي ژبه په يو ليک کې د خپلې علاقمندۍ دلیل وړاندې کړي.
•د روغتیایي فورم وړاندي کول.
•د (TOEFL/IELTS) B2 انګریزي ژبې د مهارت درلودلو، سند وړاندي کول.
•په ټولیز ډول د کریډیټونو مجموعه باید له ۵ کلونو ډېره نه وي.
•د نوماند د نمرو سلنه باید ۷۵ سلنه وي.
•په مستقيم ډول په PDF او JPG فارمټ کې REU–Schlorship@fao.org برېښنالیک ته د اړوندو سندونو لېږل.
•د نوم لیکنې پروسه د ۲۰۲۱ میلادي کال په سپټمبر او اګسټ میاشتو کې پیل کېږي.
•هېواد ته د بېرته ستنېدلو له پاره د ژمن لیک ډکول.
یادونه : له ټاکل شوې نیټې څخه وروسته د نوماندو سندونه نه منل کېږي، د لا زیاتو معلوماتو له پاره http://www.fao.org/europe/news/detail-news/en/c/1369300 وېبپاڼې ته ورشئ.
د يادونې وړ ده چې د محصلينو له پاره د بورس ورکوونکي هېواد له لوري د پوهنتون فيس، اعاشه او اباطه د اوسېدو لګښت په پام کې نيول شوي دي. همدارنګه نور مالي لګښتونه لکه روغتیایي موضوعات د تګ راتګ ټکټ د محصل په غاړه دی.
د یادو بورسونو مینوال او په شرایطو برابر نوماندان کولای شي ټول سندونه بشپړ کړي او د نورو فورمونو له تر لاسه کولو وروسته خپل سندونه د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې شمیرې غرفې ته د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبروری میاشتې تر (۲۸مې) نېټې پورې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب (حوت) میاشتې له ۱۰مې نېټې سره سمون لري وسپاري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: