د لوړو زده کړو وزیر په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې جوړې شوې غونډې ته د وینا تر څنګ، په دغه جامعه کې د ۱۹ میلیونه او ۳۲۵ زره افغانیو په ارزښت دوې مهمې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال په دغه جامعه کې دوې مهمې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د لوړو زده کړو وزیر په یاده غونډه کې، چې د پکتیا امنیه قومندان، د علماوو شورا رئیس، د جهادي مدرسې رئیس، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، د پکتیا پوهنتون رهبري پلاوي، د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې رهبري پلاوي، استادانو او فاضلانو ګډون کړی و، فاضلانو ته د راتلونکو دنیوي او اخروي مسؤلیتونو تر څنګ د قایم اسلامي نظام د ساتنې او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او حکمونو څخه د اطاعت او له هغه سره د بیعت په اړه خبرې وکړې.
محترم شیخ صاحب فاضلانو ته سپارښتنه وکړه چې یوازې د سند تر لاسه کولو هدف نه، بلکې د علمي او څېړنیز ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا زیار وباسئ او همدا مو د ژوند او اسلامي ټولنې ته د خدمت موخه وټاکئ.
د یادونې وړ ده چې په یادو پروژو کې د ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو لوی کتابتون، چې تر ۴ زرو زیات کتابونه لري او د ۴ میلیونه او ۵۲۵ زره افغانیو په ارزښت د ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا درې پازه ترانسفارمر پژوې شاملې دي، چې بودیجه یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تمویل شوې ده.