د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ځانګړې کمېټې د بلخ او کندز جامعاتو لپاره د استادانو ګمارنې په موخه ازموینه واخیسته.

د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل رسمي سفر پر مهال په بلخ ولایت کې د کندز او بلخ جامعو لپاره د استادانو ګمارنې په موخه له ۱۵۰ تنو شیوخو کرامو او مفتیانو څخه ازموینه واخیسته او د یادو جامعو لپاره یې تکړه او با استعداده استادان وګمارل.
په یاده ځانګړې کمېټه کې د بلخ ولایت علماوو شورا رئیس، د جهادي مدرسې مسؤل او مرافعې محکمې رئیس غړیتوب درلود.
نېټه: دوشنبه
۱۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۲/۱۱/۱۴۰۲ هـ ش ۲۲/۱/۲۰۲۴ م