د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ څانګې له مشر ډاکټر محمد تاهون سره وکتل. 

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۳۹
11200


د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون رئيسانو هم حضور درلود، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ څانګې مشر سره، د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو د تجهیز اړوند خبرې وکړې. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د علي اباد تدریسي روغتون د بېړنۍ څانګې د تجهیز له امله له روغتیا نړیوال سازمان څخه مننه وکړه او همدارنګه د یاد سازمان له استازي څخه یې وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت تدریسي روغتونونو سره د وسایلو، زېربنا او مسلکي کادرونو په ظرفیت لوړونه کې همکاري وکړي. 
دغه راز د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسدالله نجات او د علي اباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره په تدریسي روغتونونو کې خپلې اړتیاوې شریکې کړې. 
همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ څانګې مشر له تدریسي روغتونونو سره د مرستې او لا ډېرو تمويلوونکو د همکارۍ راجلبولو ژمنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د خپلو طبي څانګو محصلینو د عملي زده کړو او هېوادوالو ته د روغتیایي خدمتونونو وړاندې کولو لپاره ۱۳ تدریسي روغتونونه لري.
نېټه: یکشنبه
۲۱/۹/۱۴۴۵ هـ ق ۱۲/۱/۱۴۰۳ هـ ش ۳۱/۳/۲۰۲۴ م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS