د لوړو زده کړو وزارت دندې او صلاحیتونه

د لوړو موسسو رامنځته کولو په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو موسسو رامنځته کولو او پراختیا په برخه کې دا صلاحیتونه او دندې لري:

1ـ د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ او پراختیايي پلان له مخې د لوړو زده کړو موسسو رامنځته کول.

2- د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو رامنځته کولو وده او پراختیا.

3- اختصاصي انستیتیوتونو رامنځته کولو په هکله د دولتي اداراتو د وړاندیزونو څارنه (بررسي).

4- د تقنیني اسنادو د احکامو پر بنسټ د اکاډمیکو معیارونو نه رعایتولو له امله د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو لغوه کول.

5ـ خصوصي او دولتي لوړو زده کړو موسسو د تاسیس، ودې، وېشلو، اړوندولو(الحاق)، ادغام، یا لغوه په موخه واکمنو مقاماتو ته وړاندیز کول.

6- دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته د لېسانس، فوق لېسانس او شپې برنامو جواز ورکول.

7ـ د اړوندو تقنیني اسنادو احکامو په پام کې نیولو سره په خصوصي او دولتي سکټور کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د لوړو زده کړو د ګډو موسسو جوړولو لپاره د تدابیرو نیول.

8ـ د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو له فعالیتونو څخه څارنه.

د لوړو زده کړو برنامو د کیفیت ښه کېدو په ډګر کې

د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د برنامو د کیفیت ښه والي په برخه کې دا دندې او صلاحیتونه لري.

۱ـ د لوړو زده کړو کمي او کیفي ودې لپاره د فرصتونو رامنځته کول.

۲ـ د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو رفع او د هېواد عیني ستونزو هواري په موخه د علمي څېړنو سیستم بنسټيز کول.

۳ـ د لوړو زده کړو پراختیايي ستراتیژیک پلانونو طرحه او جوړول.

۴ـ د زده کړو د نصاب بیا کتنه او پړاوونو طی مراحل او د یوه نصاب پلي کول.

۵ـ د ښوونې، علمي څېړنو او کتاب خپرولو په بهیر کې د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه رغنده ګټې اخیستنې په موخه د اړتیا وړ اسانتیاوو برابرول.

 

د علمي چارو په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو په برخه کې دا دندې او صلاحیتونه لري:

۱ـ د لوړو زده کړو په موسسو کې د علمي او څېړنیز کادرونو ظرفیت لوړنې په موخه د علمي پروګرامونو جوړول.

۲ـ د دولتي ادارو او خصوصي سکتورنو په مرسته د اړتیا وړ تخصصي څانګو په ګوته کول.

۳ـ د لوړو زده کړو موسسو د علمي کادر غړو د زده کړو کچې لوړولو اړوند چارو سمون.

۴ـ د قانون له حکم سره سم د لوړو زده کړو موسسو د علمي کادر غړو منفکول، تبدیلي او ګومارلو سمون.

۵ـ د علمي کادر غړو علمي رتبو تثبیت او ترفېع منظوري.

۶ـ له هېواده بهر د زده کړو اسنادو ارزونې اړوند چارو سمون.

۷ـ د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د پلانونو پلي کول او منل.

۸ـ د فوق لېسانس دورې او ښوونیزو پروګرامونو لپاره د لوړو زده کړو موسسو د علمي کادر غړو لېږل.

۹ـ په سیمییزه او نړیواله کچه د علمي پروګرامونو جوړول.

۱۰ـ د لوړو زده کړو موسسو په علمي مجلو او نشریو کې د مقالو خپرول.

۱۱ـ په تقنیني اسنادو کې د درج شویو نورو دندو ترسره کول.

د زدکړیالانو د چارو په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو په برخه کې دا صلاحیتونه او دندې لري:

۱ـ د لوړو زده کړو موسسو د زدکړیالانو ښوونیزو پالیسیو طرحه او تدوین.

۲ـ د لوړو زده کړو موسسو د زدکړیالانو لپاره د ښوونې د نویو میتودونو او معاصرو سیستمونو رامنځته کول.

۳ـ د لابراتواري تجهیزاتو، ورکشاپونو او د زدکړیالانو د کار زده کولو په موخه د فرصتونو رامنځته کول.

۴ـ د لوړو زده کړو موسسو کې د شپې او ورځنۍ لوړو زده کړو لپاره د زدکړیالانو د جذبولو ظرفیتونو لوړولو په موخه د پروګرامونو طرحه او پلي کول.

۵ـ د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د شرعیات او حقوقو پوهنځیو د حقوقي کلینیکونو د ښوونیز سیستم پیاوړي کول.

۶ـ د زدکړیالانو د انفکاک، تبدیلیانو، شمولیت ډول، نظم او ډسپلین چلنلارو، لوایحو طرحه او پلي کول.

۷ـ د لوړو زده کړو په موسسو کې ګډونوالو ته د نوملیکنې پروسې اسانه کول.

۸ـ د لوړو زده کړو موسسو فارغانو ته د معیاري ډيپلومونو او د نمرو ټرانسکرپټونو چاپ، ساتنه او وېشل.

۹ـ د زدکریالانو کلتوري، سپورټي او هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د پروګرامونو طرحه او پلي کول.

۱۰ـ  د لوړو زده کړو په موسسو کې د زدکړیالانو خدمتونو اړوند فعالیتونو څخه څارنه.

۱۱ـ د زدکړیالانو شپېځایونو اړوند چارو څخه څارنه.

د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو به برخه کې دا دندې او صلاحیتونه لري:

۱ـ د تقنیني اسنادو د احکامو پر بنسټ دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو په موخه د بورډ رامنځته کول.

۲ـ د منل شویو معیارونو په ړنا کې د لوړو زده کړو موسسو علمي څارنه.

۳ـ د لوړو زده کړو کورنیو موسسو او د زده کړو بهرنیو موسسو چې افغانستان کې فعالیت کوي اعتبار ورکول.

۴ـ د لوړو زده کړو موسسو د علمي چارو د کیفیت ارزونه.

۵ـ د لوړو زده کړو په موسسو کې د کیفیت تضمین او اعتبار وروکولو بورډ وروستیو پرېکړو پلي کول.

۶ـ اړوند دندو لایحې تصویب کول.

 د تفتیش او څارنې په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د اکادمیک تفتیش او څارنې په برخه کې دا دندې او صلاحیتونه لري:

۱ـ د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي موسسو کې د قوانینو له پلي کولو څخه څارنه.

۲ـ د لوړو زده کړو د ملکي قانون احکامو له مخې د لوړو زده کړو په خصوصي او دولتي موسسو کې د اکاډمیکو او زده کړو چارو څخه څارنه.

۳ـ د اکاډمیکو چارو د تقنيني اسنادو په ړنا کې په دولتي او خصوصي تحصیلي موسسو کې د لوړو زده کړو له کیفیت او معیاريتوب څخه د څارنې او ډاډ ترلاسه کولو په موخه د ټاکل شویو کمېټو د څانګو جوړول او فعالول.

۴ـ د دولتي لوړو زده کړو موسسو له عایداتي سرچینو او تاسیساتو څخه تفتیش.

خصوصي لوړو زده کړو موسسو په برخه کې

لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په برخه کې دا دندې او صلاحیتونه لري:

۱ـ د تقنیني اسنادو په ړنا کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته د تاسیس جواز صادرول.

۲ـ د تقنیني اسنادو په ړنا کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو اکاډمیکو چارو لارښودونو صادرول.

۳ـ د خصوصي لوړو زده کړو موسسو اړوند اسنادو پلي کول.

۴ـ په اړوندو تقنیني اسنادو کې د تعدیل، زیاتوالي یا لیرې کولو د طرحې وړاندیز کول.

۵ـ د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له اکاډمیکو، مالي او اداري چارو څخه څارنه.

۶ـ د لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو نصابونو د پړاوونو طی مراحل، د علمي کادر غړو ترفیع او ګمارل، د ودانیو تجهیزاتي معیارونه، د زدکړیالانو د جذبولو پروسه، فراغت او ډیپلومونو، د نمرو ټرانسکرپټ وېشل او د هغو تایید.

۷ـ خصوصي لوړو زده کړو موسسو څارنه، ملاتړ، کیفیت لوړول او اعتبار ورکول، د وزارت په کورنیو کمېټو کې د استادانو، استازو او څانګپوهانو غړيتوب.

۸ـ اکاډمیکو تقنیني اسنادو په تدوین کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د نظریاتو او لیدلورو راټولول.

۹ـ د لوړو زده کړو موسسو له فعالیتونو څخه څارنه چې د معیاري او کیفیت لرونکي تحصیلي خدمتونو په برخه کې ترسره کوي.

مالي، حسابي او تدارکاتو په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د مالي، حسابي او تدارکاتو په برخه کې دا صلاحیتونه او دندې لري:

۱ـ د اړوندو مالي چارو تنظیم او اداره.

۲ـ د اړوندې بودجې ترتیب او لګښت.

۳ـ د اجناسو او خدموتونو د چمتو کولو او تدارک چارو تنظیمول.

۴ـ د تفتیش ریاست لخوا تر چتر لاندې ادارو مالي او حسابي چارو تفتیش.

۵ـ د دولتي لوړو زده کړو موسسو او مرکزي ادارو مالي او بودجوي اړتیاوو سنجول.

۶ـ د پروژو د تعدیل کارشناسۍ او ارزونې په موخه د پلاویو د ټاکلو اړتیا وړ کړنې ترسره کول.

۷ـ د تړونونو د ورکړې له معیار سیسټم نه څارنه (ACPMS)

۸ـ د روغتیاساتنې د ښه والي په موخه تدابیر نیول، د کار شرایط او په جدي توګه د مصونيت، خونديتوب د اساساتو رعايت کول او ایمني تدابیر نیول.

۹ـ د خپرونو، بروشر او پوسټرو د تولید د لړۍ اسانول او د لویو غونډو جوړول.

۱۰ـ د تقنیني اسنادو د احکامو په ړنا کې د بهرنیو سرچینو له بلاعوض مرستو او تادیاتو څخه په اغیزناکه توګه د کار اخیستو په موخه څارنه.

۱۱ـ د وزارت او اړوندو موسسو د عایداتي سرچینو څخه څارنه، ساتنه او ډاډ تر لاسه کولو او د عوایدو د لوړولو په موخه دولتي واحد حساب ته د هغوی لېږدونه.

د اړیکو په برخه کې

د لوړو زده کړو وزارت د اړیکو په برخه کې دا دندې او صلاحیتونه لري:

۱ـ د نورو وزارتو، خصوصي او دولتي ادارو سره د علمي اړتیاو د ارقامو او معلوماتو تر لاسه کولو او د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د فعالیتونو د ودې انساني ځواک پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزو اړیکو جوړول.

۲ـ د زده کړو بورسیو او نورو علمي فعالیتو ترلاسه کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت په مرسته د نورو هېوادونو سره علمي، کلتوري، تخنیکي اړیکو جوړول.

۳ـ د لوړو زده کړو د سیسټم پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ د ودې او پراختیا لپاره د تدابیرو نیول.

۴ـ د قانون د احکامو په ړنا کې د بهرنیو او کورنيو اکاډمیکو بنسټونو سره د اکاډمیک هوکړه لیکونو لاسلیکول.

۵ـ د هېوادونو، بنسټونو او د هغوی قانوني استازو سره د علمي اړیکو پراختیا او رامنځته کولو په موخه مذاکرې او لیدنې.

۶ـ د رسمي سفرونو تنظیم او برابرول او په علمي برنامو او رسمي سفرونو کې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو ګډون.

۷ـ د زده کړو د بورسیو اړوند چارو سمون.

8- د لوړو زده کړو د موسسو په موافقه له بهرنیو هیوادونو او لوړو زده کړو موسسو سره د تحصیلي بورسیو د ورکړې شونتیا او اړتیا ارزونه.

د بشري سرچینو په برخه کې

د لوړو زده وزارت د بشري سرچینو په برخه کې دا صلاحیتو او دندې لري:

۱ـ د ملکي کارکونکو خدمتونو قانون احکامو په ړنا کې، د وړتیا او اهلیت په پام کې نیولو سره د اړتیا وړ کارکوونکو پوره کول.

۲ـ د کارکوونکو د ظرفیت لوړو په موخه د کورنيو او بهرنیو سرچینو څخه په ګټې د پروګرامونو رامنځته او پلي کول او د ملکي کارکوونکو خدمتونو قانون د احکامو په ړنا کې د کارونو ښه والي په موخه د کارکوونکو تبدیلۍ په هکله پرېکړو کول.

۳ـ لوړو زده په وزارت کې د جنسیتي عدالت او مساواتو بنسټیز کول په برخه کې هڅې.

۴ـ د اړوند تجهیزاتو، ماشینونو او وسایلو فعالولو او په کار اچولو په موخه د ماهرو او مسلکي کارکوونکو استخدامول.

۵ـ د انساني سرچینو کارکوونکو او د علمي کادر غړو اغېزناکتیا او ظرفیت لوړولو په موخه فعالیتونو ته پراختیا ورکول.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements