د لوړو زده کړو وزارت او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمېسیون نوبتي ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۴۷
Dhhfddhhb

په یاده ناسته کې د اجنډا له مخې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د فوق لېسانس برنامو د ښه والي او معیاري کولو په اړه عمومي وړاندیزونه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ناستې په پیل کې د کمېټې غړو خپلې چمتو شوې طرحې د کمېسیون له غړو سره شریکې کړې، چې له لازمو بحثونو او د کمېسیون د غړو د رایو په اتفاق سره تائید شوې.

په دغو وړاندیزونو کې د فوق لېسانس برنامو د استادانو د وړتیا معیارونه، د استادانو شمېر، د زده کړې کچه، د تدریس موده، په یوې نړیوالې ژبې تسلط لرل، په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې د علمي مقالو خپرول او نور موضوعات شامل وو، چې په اړه یې هر اړخیز بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت او د خصوصي تحصیلي بنسټونو ګډ کمېسيون، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل او د کارونو د ښه والي په موخه جوړ شوى دی، د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې غړي په کې شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS