د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ بېلابېلې پروژې پرانیستې

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۸:۵۳
skdhfkjsdjkfsd


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پداسې حال کې چې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندزي او د هلمند پوهنتون مشرتابه پلاوي يې ملتیا کوله، په هلمند پوهنتون کې د سړکونو هوارکاري او د پیاده رونو او ګلدانونو جوړولو، د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا جوړولو، د کتابتون د تجهیز، د دفتري اجناسو د تجهیز، د انجینري او کرهنې پوهنځيو د لابراتواري توکو د خریدارۍ، د ساختمانونو د ترمیماتو او د سرسبزۍ پروژې پرانیستې او دغه راز یې د حفظ او مراقبت، کمپیوټر لب او څېړنیز مرکز د تجهیز پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په یادو مراسمو کې سرپرست وزیر د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یادې پروژې مهمې وبللې او دغه راز یې د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS