د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو او استادانو سره ناسته وکړه. 

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۳:۳۳
Jjgftcchjkkkk

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ختیځ زون له استادانو وغوښتل چې د غربیانو د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپل نظام تر شا ودریږي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ په هېواد کې د کفارو فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري او تبلیغاتي جګړه یې لا هم روانه ده. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د پوهنتون او مدرسې تر منځ د واټن پر راکمولو مو کار پیل کړی، د عصري او دیني علومو د متخصصینو تر منځ مو اړیکې رامنځته کړي او د دیني مدرسو په نصاب کې د عصري مضمونونو پر ورداخلولو کار روان دی. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد زون له استادانو وغوښتل چې د هېواد ځوان نسل له پردۍ مفکورې لیرې او په سالمه اسلامي عقیده وروزي. نوموړي پر مسلکیتوب د ټينګار تر څنګ، د یاد زون استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د مالي امتیازاتو د زیاتوالي او نورو ستونزو د حل، هلې ځلې یې پیل کړي دي.  

وروسته د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان تحصیلي بنسټونو مسؤلینو او استادانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ورتګ څخه مننه وکړه او د اړوندو پوهنتونونونو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.  

نېټه: چهار شنبه

۱۴۴۴/۵/۱۳هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۶.ش ۲۰۲۲/۱۲/۷م 

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS