د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Sfhjkknbcedxxryio

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

 

محترم سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نظام د اصلاح او پیاوړتیا لپاره اساسي اقدامات کړي دي. او دا وزارت غواړي چې واقعي، متخصص او مسلکي نسل وروزي. 

هغه وویل، چې د همدې هدف لپاره، سږ کال د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لابراتورونو د تجهیز وسایل د هېواد تحصیلي نهادونو ته پېرل شوي دي.څو محصلین د نظري زده کړو ترڅنګ عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي.

 

سرپرست وزیر وویل غواړي چې د افغانستان لوړې زده کړې د نړیوالو معیارونو سره برابرې شي، زاړه نصابونه نوي شي، او د لا معیاري تحصیلي نظام د برابرولو لپاره د بهرنیو استادانو جذب ته خاصه پاملرنه وشي.

 

هغه هیله وښوده، چې یوناما به د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا، د لابراتورونو تجهیز، او د تحصیلي مرکزونو لپاره د پرمختللو وسایلو برابرولو په برخه کې له دې وزارت سره همکاري وکړي.

 

په افغانستان کې د یوناما مرستیال، اندریکا راتواته، د محترم سرپرست وزیر له تود هرکلي مننه وکړه او د یوناما له لوري په افغانستان کې د بشري مرستو، زراعت، روغتیا او نورو ورته برخو کې یې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړ.

 

نوموړي وویل، چې یوناما غواړي د بشر دوستانه مرستو لپاره د لنډ مهاله اقداماتو پر ځای اوږد مهاله همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي.

 

هغه ژمنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د پیاوړتیا لپاره به له ایران، پاکستان ازبېکستان او نورو هېوادونو څخه د افغاني او بهرنیو استادانو جذب ته زمینه برابروي، او د تحصیلي نهادونو لپاره به د لابراتواري موادو او وسایلو برابرولو او انتقال برخه کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS