د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو له استازو سره وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په دغه وزارت کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او له هغوی څخه یې له دې امله مننه وکړه، چې د افغانستان د تحصیلي نظام نیم بوج یې پر غاړه اخیستی دی.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي پوهنتونونو استازو ته وویل: «موږ ستاسو ملاتړ کوو، له تاسو سره د همکارۍ هوډ لرو او هڅه کوو چې په هره برخه کې اسانتیاوې درته رامنځ ته کړو.»
وروسته د خصوصي پوهنتونونو راغلو مسؤلینو په استازیتوب د بُست او الفلاح پوهنتونونو رئیسانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. نوموړو استازو په خپلو خبرو کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له پالیسۍ او په چارو کې له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او د همغږۍ په برخه کې یې ځينې وړاندیزونه شریک کړل، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.