د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ. 

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۷:۴۹

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یاد سفر پر مهال د بامیان پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده غونډه کې د بامیان پوهنتون محصلین خپلو درسونو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې ورته وکړه چې په خپلو اړوندو برخو کې له ځانونو تکړه متخصصین جوړ کړي. 
دغه راز نوموړي استادانو ته وویل چې د محصلینو په سالمه روزنه کې هڅه وکړي او ترې ویې غوښتل چې د خپل نظام فرامین عملي او ملاتړ یې وکړي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د بامیان پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ، د استادانو ستونزې، غوښتنې او نظرونه یې واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه کوي. 
وروسته سرپرست وزیر د بامیان پوهنتون مشرتابه په ملتیا د دغه پوهنتون د داخلي پیاده رونو د جوړېدو او نورو ترمیماتي پروژو د کار له جریان څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د بامیان پوهنتون رئيس مفتي حضرت محمد برهاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ورتګ ته هرکلی ووایه او مننه یې ترې وکړه چې د دغه پوهنتون هر وړاندیز او غوښتنې ته یې مثبت ځواب ویلی دی. 
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۷ مه
۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۱۹مه
۲۰۲۴م، د اکتوبر۱۰ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS