د لوړو زده کړو سرپرست وزیر  پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او همدارنګه د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې له رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۷:۲۸
324651321100021

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او همدارنګه د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې له رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

د ناستې پرمهال محترم شیخ صاحب اړونده کار کوونکي خپلو دندو ته متوجه کړل او ویې ویل: « په حکومت او نظام کې هر ارګان جلا دندې او مسؤلیتونه لري، خو د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو او استادانو دندې او مسؤلیتونه د علم نشر او د هېواد د بچیانو سالمه روزنه ده، چې دا خورا مهمه او مقدسه وجیبه ده»

هغه همداراز استادانو ته په خطاب کې وویل، چې د استادانو د تقرر په برخه کې اوږده پروسه یې اسانه او ساده کړې، چې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی پکې شوی او له استادانو یې وغوښتل چې د تحصیلي نظام پرمختګ په برخه کې خپلې سالمې مشورې له دغه وزارت سره شریکې کړي.

په ناسته کې همدارنګه د پکتیا پوهنتون او عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې مسؤلینو او استادانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر سره شریک کړل، چې د نوموړي لخوا پوره ډاډ ورکړل شو.

نېټه: سه شنبه
۱۴۴۶ هـ.ق، د شعبان ۱۲مه
۱۴۰۳ هـ.ش، د سلواغې ۲۳مه
 ۲۰۲۵ م، د فبروري ۱۱مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS