د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا !
په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو کتابونو تهیه او تدارک پروژې قرارداد مصطفی رضوان لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د MOHE/1402/NCB/G-93داوطلبۍ شمېرې درلودونکی دی او(80240) شمېره جواز لري، د کابل مرکز، څلورمه ناحيه د تایمني څلورم سړک کې موقعيت لري، په(10702560) لس میليونه اووه لکه دوه زره پنځه سوه شپېته افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.