د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا غونډه د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۴:۲۳
cf

1443/10/16

1401/2/27

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا غونډه د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د دغې شورا د تېرې غونډې پر پرېکړو لنډه کتنه وشوه او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د شورا له غړو وغوښتل، چې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر دې خپلې ټولې چارې د تقنیني اسنادو په رڼا کې ترسره کړي.

ورپسې د اجنډا له مخې، د پوهنتونونو د یو شمېر استادانو د ترفیع، د پوهنځیو او څانګو د علمي او اداري بستونو د تنظیم او تخصیص په اړه، چې د کانکور ازموینو د څانګو په کوډ کې یې شامل کړي او د ځینو خصوصي تحصیلي بنسټونو پر ننګونو بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا غړو د دولتي کادري روغتونونو او پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو نظرونه تبادله کړل او د اړتیا وړ لازم تصمیمونه یې ونیول.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS