له یوه تحصیلي خصوصي بنسټ څخه بل بنسټ ته د محصلانو د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

له یوه تحصیلي خصوصي بنسټ څخه بل بنسټ ته د محصلانو د تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې پر اساس او د کورونا ویروس او وروستیو بدلونونو له امله د سمسټرونو د زیانمنېدو، اکاډمیک مهالویش تغییر او په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د ژمنۍ رخصتۍ د نشت له امله، د دېرشمې او یو دېرشمې مادې د شرایطو او لېسانس روزنیزې دورې د مقرراتو په پلي کولو سره د تبدیلۍ وخت یوازې د ۱۴۰۰ کال، د لړم له ۱۵ د لیندۍ تر ۱۵نېټې پورې ده.
داوطلبان کولی شي د تبدیلۍ فورمې د لوړو زده کړو وزارت له سایټ او یا هم د دغې وزارت د پذیرش له امریت، د خصوصي لوړو زده کړو له مسوولینو څخه تر لاسه او د دوو تحصیلي بنسټونو له موافقې وروسته بېرته د پذیرش برخې ته وسپاري.