د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Hdbbdhbx2000

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د هرات پوهنتون کادري روغتون پرانیستې له امله د یاد پوهنتون طب پوهنځي محصلینو او د هرات خلکو ته مبارکي وویله.

هغه زیاته کړه: " لوړو زده کړو وزارت ټول پام د تحصیلي زیربناوو په پراختیا، د استادانو د ظرفیت لوړولو، د محصلینو لپاره د مناسب چاپیرال په برابرولو او په پوهنتونونو کې د تحقیق او نوښت د کچې لوړولو باندې متمرکز دی."

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين د خپلو خبرو په دوام د ياد روغتون د امکاناتو پر ساتنې او سالمې ګټې اخيستنې د ټينګار تر څنګ د دغه روغتون په جوړولو کې د عامې روغتيا وزارت له همکارۍ او ملاتړ څخه هم مننه وکړه. 

ورپسې د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت له پاملرنې څخه مننه وکړه او د هرات پوهنتون د کدري روغتون پرانیستل یې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او محصلین یې وهڅول چې له دغو اسانتیاوو څخه ښه ګټه واخلي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات پوهنتون طب پوهنځي له دې وړاندې کدري روغتون نه درلود، خو له نېکه مرغه په افغانستان کې د ا.ا له ټینګښت نه وروسته ياد روغتون پرانیستل شو او د هرات پوهنتون په واک کې ورکړل شو.

د شنبې ورځ:

۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۶ هجري

۳۱ سنبله ۱۴۰۳ هـ

د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۱ مه

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۵:۱۷
Background image

د هلمند پوهنتون د تهیه او تدارکاتو آمریت خبرتیا!

د هلمند پوهنتون ریاست د ساتني او خوندیتوب پروژه د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري، کولای سي چي د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

خبرتیا!

ټولو هغو علماء کرامو ته چې له فتحي مخکې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د عالمیې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست کې یې نوملیکنه کړې وي . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

استادانو ته د نړیوالو ژورنالونو پېژندنې او ترې ګټې اخیستنې په اړه انلاین ورکشاپ جوړ شو

دغه ورکشاپ ننګرهار پوهنتون کې د دې پوهنتون سربېره د هېواد د بېلابېلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سلګونه تنو استادانو ته په انلاین او حضوري ډول، د یاد پوهنتون وترنري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۲۱
Background image

د مالي او اداري معین په مشرۍ پلاوي پنجشیر لوړو زده کړو موسسې ته سفر وکړ

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ پلاوي، چې د دغه وزارت د اداري او زېربنا رییس، د کرنې وزارت د کادستر رییس، د پنجشیر د عدلیې، کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کمېسیون ناسته وشوه

 

په دې ناسته کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د هېواد تحصيلي نظام او بېلا بېلو برخو پر نظم ټینګار وکړ او ويې ویل، چې په لوړو زده‌ کړو کې نظم او. . .

BACK TO NEWS