د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

nasir_admin
أحد, سبتمبر 22 2024 1:20 صباحا
Hdbbdhbx2000

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د هرات پوهنتون کادري روغتون پرانیستې له امله د یاد پوهنتون طب پوهنځي محصلینو او د هرات خلکو ته مبارکي وویله.

هغه زیاته کړه: " لوړو زده کړو وزارت ټول پام د تحصیلي زیربناوو په پراختیا، د استادانو د ظرفیت لوړولو، د محصلینو لپاره د مناسب چاپیرال په برابرولو او په پوهنتونونو کې د تحقیق او نوښت د کچې لوړولو باندې متمرکز دی."

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين د خپلو خبرو په دوام د ياد روغتون د امکاناتو پر ساتنې او سالمې ګټې اخيستنې د ټينګار تر څنګ د دغه روغتون په جوړولو کې د عامې روغتيا وزارت له همکارۍ او ملاتړ څخه هم مننه وکړه. 

ورپسې د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت له پاملرنې څخه مننه وکړه او د هرات پوهنتون د کدري روغتون پرانیستل یې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او محصلین یې وهڅول چې له دغو اسانتیاوو څخه ښه ګټه واخلي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات پوهنتون طب پوهنځي له دې وړاندې کدري روغتون نه درلود، خو له نېکه مرغه په افغانستان کې د ا.ا له ټینګښت نه وروسته ياد روغتون پرانیستل شو او د هرات پوهنتون په واک کې ورکړل شو.

د شنبې ورځ:

۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۶ هجري

۳۱ سنبله ۱۴۰۳ هـ

د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۱ مه

Latest news

اثنين, يوليو 07 2025 9:01 صباحا
Background image

شارك شيخ الحدیث المولوي ندا محمد نديم، وزير التعليم العالي، في حفل تخرج طلاب كلية التربية والتعلیم بجامعة قندهار، حيث ألقى كلمة بالمناسبة.

 

شارك في الاجتماع الذي أُقيم في جامعة قندهار بهذه المناسبة قيادة الجامعة، وعدد من الأساتذة، وممثلون من بعض إدارات الإمارة الإسلامية، وأعضاء من أسر الخريجين.

قال معالي وزير التعليم. . .

BACK TO NEWS