د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 

ameen_admin
lkdsjsdjkkfsd


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د درې لاټونو په ګډون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون( طبيعي علومو، اختصاصي علومو او تربيتي علومو او مسلکي) وسايلو، تجهیزاتو، او لابراتواري توکو د دويم او درېيم لاټ تهیه او تدارک پروژې قرارداد حضرت زاده لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د (73455 ) شمېره جواز درلودونکی دی . ادرس: د افغانستان ـــ کابل مرکز دهبوري څلور لاري کې اصلي ځای لري، دويم لاټ په ټوليز 2,997,550 (دوه ميليونه نهه سوه اوه نوي زره پنځه سوه پنځوس افغانۍ او درېيم لاټ په ( 803,200 ) اته سوه دري زره او دوه سوه افغانيو قيمت، چې د MOHE/1402/NCB/G-070 داوطلبۍ شمېرې درلودونکی دی، ورکړي. 
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.