د سویس هېواد د دکتورا، تر دوکتورا پورته او څېړنیزې دورې په کچه تحصیلي بورسیو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

په افغانستان کې د سویس پراختیايي او همکارۍ اداره د ۲۰۲۲ – ۲۰۲۳ تحصیلي کلونو لپاره د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو ته د دوکتورا، تر دوکتورا پورته او څېړنیزې دورې محدودو تحصیلي آزادې بورسیې خبر ورکړی او د افغانستان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه یې وړ کسان غوښتي دي.

یادونه: د سویس پراختیايي او همکارۍ اداره د نوماندانو د اسنادو تر ټولولو او بشپړولو وروسته په اسلام آباد کې د سویس سفارت ته استوي، نوماندان به د وروستیو پړاوونو لپاره سیده د د سویس سفارت او د سکالرشېپونو فدرال کمېسیون لخوا خبر شي.

نوماندان کولای شي چې د یادو بورسیو په هکله لازیاتو معلوماتو لپاره د الکترونیکي پوست Kabul@eda.admin.ch له لارې اړیکه ونیسي.

په ورته وخت کې یادونه کېږي چې د یادې بورسیې نوملیکنې پروسه  ازاده ده نو له دې امله به ټول مراحل د نوماندانو لخوا بشپړېږي او د هوکړې په صورت کې به د بورس ورکوونکې مرجع له خوا د نوماندانو شخصي برېښنالیکونو ته منښتلیکونه ورلېږل کېږي.

د یادو بورسیو وړ غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي که چېرې د یاد هېواد په تحصیلي بورسیو کې د ګډون غوښتونکي دي نو خپل د نوماندۍ اسناد د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت له ۲۱مې غرفې ترلاسه او د ۲۰۲۱ کال سپټمبر تر ۲۰مې چې د ۱۴۰۰ کال د وږي له ۲۹مې سره سمون لري، څخه مخکې یادې غرفې ته وسپاري.

 د لازیاتو معلوماتو لپاره لېنک کېکاږئ.

دانلود

دانلود

دانلود

دانلود

دانلود

دانلود

دانلود

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۵:۴۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (43) مادې د (2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د وزارت مرکزي دفترونو لپاره د اړتیا وړ د ټکنالوژي وسایلو د تهیه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا !

دلوړو زده کرو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه په پام کې لري، چی د (۱۴۰۲)لمریز کال تخصص فی الافتاء والقضاء څانګې لپاره نوي فاضلان جذب کړي.
علاقمندان کولای شي له چهارشنبه (۲۰/۲ . . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۵:۵۳
Background image

د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لومړي پړاو کلستر خبرتيا !

د وزارتونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو هغه علمي کادري غړو کوم چې د ګډون کونکو په نوملړ کې شامل دي، د هېواد پوهنتونونو د فوق لېسانس برنامو انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو تحصيلي نصاب بیاکتنې او . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۵:۱۹
Background image

د لېسانس په برخه کې د قزاقستان هېواد (۱۶) سيټه تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان هېواد د رسمي مکتوب پر بنسټ لاندې شرایطو سره د لیسانس دورې لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی:

د اړتیا وړ اسناد:
• لږ تر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۴
Background image

خبرتیا !

د افغانستانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د محترم مقام په کابل کې د ترکيې هېواد سفارت د رسمي یادښت پر بنسټ په ترکيه هېواد کې په شخصي لګښت د محصلينو او تحصيلي داوطلبانو منلو لپاره  د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۲
Background image

خبرتیا !

د برونای هېواد د تحصيل په بېلابېلو لېسانس او ماسټرۍ برخو کې د یاد هېواد پنځه معتبرو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کالونو لپاره د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر وکړی دی:
•    Universiti Brunei . . .